د وزارت دندې او صلاحیتونه
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ماموریت او دندې:
- د افغانستان د نافذو قوانينو او د دولت د اساسي تشکيلاتو په چوکاټ کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د حقوقي موقف تقويه؛
- په مقننه قوه کې د اجرائيه او قضائيه قواوو د اړوندو کارونو او په قضائيه او اجرائيه قواوو کې د مصوباتو او فیصلو او د ملي شورا د اړوندو چارو تعقيبول؛
- د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د اړيکو تسهيل، تنظیم او تأمين، په ځانګړي ډول د تفکيک اصل په رعايت سره د اجرائيه او مقننه قواوو ترمنځ د مؤثرو کاري اړيکو ټينګښت؛
- د بې خنډه او ځنډه اجرااتو، د حکومت له لوري د غوره خدماتو وړاندې کولو او ملي شورا ته د ځواب ويلو په غونډو کې د حکومتي مسوولينو د وخت له ضايع کېدو څخه د مخنيوی په موخه د حکومت او ملي شورا تر منځ يو د بل د منلو او خپلمنځي تعاون د روحيې پياوړي کول؛
- د تش همغږي کوونکي نقش پر ځای د موثر همغږي کوونکي او د همغږۍ له نویو بڼو او نوښتونو نه په استفادې سره د دولت له فعالیتونو څخه د ملاتړي او تسهیل کوونکي نقش لوبول؛
- په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دندو د سرته رسولو په برخه کې د بشپړې بې پلوۍ د اصل له لارې د اعتماد فضا پياوړي کول او د حکومت له کړنو څخه په مؤثر او ګټور شکل د پارلماني نظارت زمينه برابرول؛
- د نړۍ له بریالیو نسخو څخه د ګټې اخستنې او د چارو د لاښه والي، تنظیم او پر مخ بیولو په موخه د ا.ا.ج دولت له هغو دوستو هیوادونو او نړیوالو همکارانو سره د تفاهملیکونو، هوکړه لیکونو او معاهدو لاسلیکول چې په پارلماني چارو کې دولت وزارت ته ورته جوړښتونه لري او په دې توګه د دوی د تېرو ښو تجربو او غوره نړیوالو میتودونو پر بنسټ د افغانستان د درې ګونو قواوو تر منځ د پارلماني اړیکو د موډلونو رامنځته کول؛
- د وزارت د ظرفيت لوړول او د همغږۍ پياوړي کول؛ له ملي، سيمه ييزو او نړيوالو علاقمندو مؤسسو سره د موثرو اړيکو ټينګول او د وزارت په ټولو برنامو کې د ټول شموله مسايلو (لکه جنسيتي مساواتو)ملاتړ؛
- له ورځنيو اړتياوو او بدلونونو سره سم د وزارت د اداري جوړښت او تشکيلاتو د پراختيا او پياوړتيا لپاره څېړنه، مطالعه او نوښت؛
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مسولیتونه
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د پارلماني اړیکو د تأمین او د ملي شورا د څارنیزو او تقنیني چارو د تعقیب په موخه د یوه دولتي بنسټ په توګه ایجاد شوی، چې د لاندې مسوولیتونو لرونکی دی:
- د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو موخو د تحقق او سیاسي ثبات د ټینګښت په موخه د حکومت، ملي شورا او قضائیه قواوو ترمنځ د اغیزمنې همغږۍ رامنځته کول.
- د اړونده قوانینو د احکامو مطابق د درې ګونو قواوو تر منځ د کاري ستونزو او سوء تفاهماتو د له منځه وړولو په برخه کې فعال رول لوبول.
- د اړوندو وزارتونو او ادارو په مرسته ملي شورا ته د ملي قوانینو د طرحو او ملي بودجې معرفي کول.
- د ملي شورا په ناستو کې د تقنیني او نړیوالو اسنادو له پر وخت تصویب او تصدیق څخه پیګیري.
- د اساسي قانون مطابق په ملي شورا کې د حکومتي چارواکو د استماعیه، استجوابیه او استیضاحیه ناستو د ترسره کېدو تنظیم او همغږي.
- په ملي شورا کې د وزارتونو او حکومتي ادارو له لوري د سپارل شویو ژمنو او برعکس د تحقق پیګیري.
- د حکومت له کړنو د ملي شورا د څارنې د پروسې تسهیل او تنظیم.
- له ولسي جرګې د باور رایې اخیستنې په موخه د اساسي قانون د (۶۴) مادې د ۱۱ او ۱۲ فقرو او (۱۵۷) مادې د تحقق له پاره زمینه برابرول.
- د جمهوري ریاست له عالي مقام او حکومتي مسوولینو سره د ملي شورا د غړو د ملاقاتونو تنظیمول.
- په حکومت او قضائیه قوه کې د ملي شورا له مصوبو او پرېکړو پر وخت پیګیري.
- د جمهوري ریاست عالي مقام ته د ملي شورا له دواړو مجلسونو راپور ورکول.
- د نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي شورا له خوا حکومت ته او برعکس؛ د لېږل شویو اسنادو کارپوهي.
- له هغه بنسټونو او سازمانونو سره چې د ولسواکۍ د پیاوړتیا له پاره کار کوي، د اړیکو تأمینول.
- د دولت د درې ګونو قواوو د چارواکو سلوکي سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون د ناستو ترسره کول او د یاد کمیسیون د پرېکړو پیګیري.