د وزارت په اړه

د ۱۳۸۴ لمريز کال د ليندۍ په ۲۸مه نېټه د ملي شورا په پرانېستلو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت درې ګونې قواوې د اساسي قانون د حکم سره سم بشپړې شوې. د ملي شورا د تقنيني او نظارتي فعاليتونو پېل دا اړتیا را منځه کړه تر څو  یوه نوې اداره رامنځته شي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت  د دری ګونو قواوو پارلماني اړیکې تامین او تنظیم کړي. د نړۍ ډېر هېوادونه ( ریاستي او پارلماني نظامونه) د پارلماني چارو د ادارې لپاره د يوه ځانګړي بنسټ او ادارې درلودونکي دي، ترڅو د اجرائيې او مقننې قوې اړيکې ټينګې او منظمې کړي. د پارلماني چارو اداره دنده لري د حکومت له خوا  تقنيني او بودجوي سندونه، نړیوال میثاقونه او موافقتنامې ملي شورا ته وړاندې کړي. همدا راز د هغو دولتي چارواکو معرفی کول چې ولسي جرګې د تایید  رایې ته اړتیا لري د همدې ادارې له لارې ترسره کیږي. سربیره پردې د پارلماني چارو اداره د دولت په کچه له ټولو معرفی شویو تقنیني سندونو او د بودجې له اړونده چارو څخه په ملي شورا کې د هغوی د پرمختګونو په اړوند څارنه کوي. په ځينو هېوادونوکې د پارلماني چارو اداره په غېر متمرکزه بڼه د يوې معينې څانګې (شعبې) په چوکاټ کې په وزارتونو او ادارو کې خپلې چارې پرمخ وړي. په داسې حال کې چې په يو شمېر نورو هېوادونو کې بیا يوه مرکزي اداره پارلماني چارې پرغاړه لري. زمونږ په ګاونډي هېواد ( د اېران په اسلامي جمهوريت کې د ولسمشر مرستيال د پارلمان او اجرائېه قوې د اړيکو د ټينګولو دنده په غاړه لري، په داسې حال کې چې په پاکستان، هند، بنګلادېش، سريلانکا، سهيلي افريقا، اردن، الجزاېر او ځينې نورو هېوادونو کې د پارلماني چارو وزارت شتون لري.

په  افغانستان  کې د شاهي دورې پر مهال (د ډموکراسۍ لسيزه) د پارلماني چارو ریاست شتون درلود، چې لومړی يې د عدلېې د وزارت، او وروسته ېې د صدارت په چوکاټ کې  فعاليت درلود. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اداره چې د بن له کنفرانس وروسته رامنځته شوه له یوې خوا یوه ځوانه اداره بلل کیده او له بلې خوا دغه حقیقت ته په پام سره چې په پارلمان او حکومت کې پیاوړې سیاسي ګوندونو شتون نه درلود، د دې اړتيا رامنځ ته شوه تر څو د پارلماني چارو د تنظيمولو او د دری ګونو قواوو د اړیکو د ټينګښت په موخه د افغانستان د اساسي قانون د حکمونو سره سم او د نړی د پېژندل شوو دودونو او د  ولسواکو نظامونو د غوښتنو په رڼا کې په هیواد کې د پارلماني چارو ېوه متمرکزه اداره رامنځ ته شي، ترڅو په لوړ موقف، په بشپړ صلاحيت، او په اغېزمنده توګه د درې ګونو قواوو ترمنځ  پارلماني اړېکې ټينګې او منظمې کړي.

همدې ټکي ته په ېادونې سره، په پارلماني چارو کې د دولت د وزير دفتر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وزیرانو شورا د ۱۳۸۴ کال د مرغومې میاشتې د پنجمې نیټې د ۳۵ ګڼې د مصوبې پربنسټ رامنځ ته شو، په لومړیو کې د چارو  د ادارې او د وزیرانو  شورا د دارالانشا د لوی ریاست د تشکیل په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پېل کړل، له نیکه مرغه د درې کلونو ښه فعالیت وروسته او د غوره او مسلکي ظرفیتونو په ترلاسه کولو سره، د ۱۳۸۸ لمریز کال په پېل کې د یوه خپلواکه بودجوي واحد په توګه وپیژندل شو.

د دې دفتر د جوړیدو په لومړیو کې  یواځینۍ هڅه دا وه تر څو د هیواد د دری ګونو قواوو پارلماني چارې ترسره کړي او د ستونزو پر وړاندې شته خندونه د لیرې کولو تر څنګ  د دری ګونو قواوو تر منځ روښانه، پر اصولو ولاړې اړیکې جوړې کړي. له نیکه مرغه دغه ادارې وکولای شول په ډیره کمه موده کې د شته کارکوونکو ظرفیتونه لوړ او نوي کدرونه وګمارې چې له دې بریاوو سره سم په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر یواځې د پارلماني چارو په اداره او سمون بسنه ونکړه بلکې د ټول هیواد په کچه خلکو ته د ولسواکی د بنسټیزه کیدو په موخه  د دغه نظام د ښیګنو څخه د خبرداری او عامه پوهاوي پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شول. په هیواد کې هغه مهال کولی شو ولسواک نظام پیاوړی کړو چې د هغه په اړه له خلکو سره پوره پوهاوی شتون ولري او خلک د دغه نظام له ښیګنو او بدیو څخه هر اړخیز مالومات تر لاسره کړي.

ولسواک نظامونه د ملتونو ښکلا، ښایست او جامه ګڼل کیږي، خو که د هرې جامې په څیر د یوه هوښیار او ځيرک ملت په لاس ترې ساتنه ونشي یا په طبیعي ډول له منځه ځي او یا ترې ورکیږي. له همدې امله په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر د ولسواک نظام د ا صولو او ښیګڼو څخه د پوهاوي په موخه ځانګړی ریاست رامنځ ته کړ تر څو د  ولسواکه نظام د اصولو، کړنو او له ولسواک نظام څخه د خبرتیا پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.

دغه ریاست دنده لري تر څو په هیواد کې د مدني بنسټونو ، ښونځیو، پوهنتونو، محلی او ولایتي شوراګانو، تحصیلی او تعلیمي ادارو او غیر دولتي بنسټونو له لارې د هیواد خلکو ته د عامه پوهاوي پراخ کمپاین ترلاس لاندې ونیسي.