انفوګرافیکونه

 ملي شورا او حکومتي ادارې له پارلماني دفترونو څخه په لوړه کچه رضایت لري.
د ملي شورا غړي او د حکومتي ادارو مسوولان په پارلماني چارو کې د دولت وزارت اړوند په ټولو حکومتي ادارو کې د پارلماني چارو د دفترونو له کارکوونکو څخه چې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د غړو لپاره لازم تسهیلات برابروي، په لوړه کچه رضایت لري. 
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د څارنې او همغږۍ آمریت وروستۍ څارنیزه سروې ښيي چې د ملي شورا ۹۱،۳٪ غړي په حکومتي ادارو کې د پارلماني چارو د همکارانو له مسلکي چلند، د حکومتي ادارو له مشرانو سره د ملي شورا د غړو د ملاقاتونو د تنظیم او غوره همغږۍ په برخه کې د دغه وزارت له رول څخه بشپړ رضایت لري. په دغه سروې کې د ملي شورا د دواړو مجلسونو له ۵۸ غړو سره ټلیفوني مصاحبه شوې ده چې ۹۱،۳٪ یې په پورتنیو برخو کې رضایت ښوودلی او پاتې ۸،۷٪ یې یا په مستقیم ډول اړوندو حکومتي ادارو ته مراجعه کړې او یا یې په دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.
دغه راز ۹۳٪ حکومتي ادارو له ملي شورا سره د حکومتي ادارو د اړیکو په تنظیم او پیاوړتیا کې د پارلماني دفترونو له موثریت څخه خوښي ښودلې ده او د یادو دفترونو په لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. د یادې سروې پر بنسټ په تېره یوه میاشت کې، په ملي شورا کې د حکومتي ادارو ۹۲،۷٪ دعوتونه تنظیم شوي دي. دغه راز د پارلماني دفترونو مسوولین توانېدلي چې یوازې په یوه میاشت کې د حکومتي ادارو له مشرانو سره د ملي شورا د غړو ۱۷۲۲ ملاقاتونه تنظیم کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ژمن دی چې په حکومتي ادارو کې د ملي شورا د غړو لپاره د لازمو آسانتیاوو د برابرولو او په دې برخه کې د لا غوره اجراآتو د ترسره کولو له لارې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د غوره همغږۍ، متقابل درناوي او همکارۍ د فضا په رامنځته کولو کې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.
په دې اړه بشپړ راپور په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له وېبپاڼې څخه په لاندې پته ترلاسه کولی شئ.

اولدومسوم