د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د وزیر وینا

sefat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۱:۹
د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د وزیر وینا

د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت شمشاد ټلویزیون کې؛ په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ضیاءالحق امرخېل وینا
لومړي سر کې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کلیزې مبارکې ټول افغان ولس ته ورکووم.
مننه کووم له شمشاد ټلویزیون دا ویاړلي مراسم یې جوړ کړي او هر کال دغه ورځ په شانداره مراسمو نمانځي.
دلته یو ممثل زما له وینا وړاندې د افغانستان یو حقیقي انځور وړاندې کړ، په دې تمثیل کې د افغانستان وضعیت انځور شوی و چې څومره ناکردیو سره زموږ وطن مخ دی.
په دې تمثیل کې کافي پيغام او درد و، زه چې ناست وم، فکر مې کو چې دا ازادي او خپلواکي چې ۱۰۱ کال وړاندې موږ ترلاسه کړې په ژوند کې مو څه بدلون راغلی دی.
کوم پرمختګ مو کړی دی؟ 
هغه څه مو چې درلودل، نن یې لرو که یې نه لرو؟
نو زه د تمثیلي پارچې پرمهال عمیق فکر کې تللی وم او دې پایلې ته ورسیدم چې ۱۰۱ کال وړاندې مو چې څه درلودل، هغه مو هم اوس له لاسه ورکړي دي.
۱۰۱ کاله وړاندې غازي امان الله خان زموږ اولادونه د افغانستان بچیان تعلیم ته هڅول، ښوونځي ته یې هڅول، علم ته یې هڅول، بهر ته یې د زده کړو لپاره لیږل، اما نن یو ۱۰۱ کال وروسته همغه ښوونځی په بمونو الوځول کیږي، همغه ښوونځی ورانیږي او همغه د نجونو ښوونځي ته اور اچول کیږي.
ایا موږ پرمختګ کړی، که شاتګ ؟
زه باور لرم چې د غازي امان الله خان روح نن نارامه دی، پر موږ نه ویاړي، پر موږ باندې افتخار نه کوي، ځکه موږ د هغه صالح اولاد نه و، هغه څه چې موږ ته یې ګټلي و، هغه موږ و نه شو ساتلی.
۱۰۱ کال وړاندې غازي امان الله ولس دې هڅو چې سړک ولري، پرمختګ ولري، موټر ولري، اقتصاد ولري، ژوند ولري، صحت ولري، اما ۱۰۱ کال وروسته مو همغه سړک انفجار کیږي او حتی په تراکتور باندې اړول کیږي.
موږ پرمختګ نه دی کړی، دا خبره صادقانه درته کووم.
۱۰۱ کال وړاندې یو نجلۍ، یوه افغانه دې ته هڅول کیدله چې علم وکړي، ترکیې ته لاړه شي، نورو هېوادونو ته د زده کړې لپاره لاړه شي، خو نن یې په مخ باندې تیزاب پاشل کیږي.
نو ویلی شو چې دې ازادۍ سره اوسني نسل جفا کړې او کافي جفا شوې ده.
دا باید ومنو، زما په خبرو ناراحت او خفه نه شئ، که څوک له ما په دې خبرو خفه کیږي، زه ترې بخښنه غواړم، خو دا یو حقیقت دی.
درد موجود دی، خفه یو، ناراحت یو، ۱۰۱ کال وړاندې مو اقتصاد ته هڅه کیدله، چې تجارت ولرو، خو نن مو تجار تښتول کیږي، د بدن عضوه یې پرې کیږي، کورنۍ ته یې لیږل کیږي، پیسې ترې غوښتل کیږي او هغه ناهیلی کیږي، هېواد پریږدي، نو اقتصاد به مو څنګه جوړ شي.
صادقانه بحث کوو چې موږ په دې ۱۰۱ کالو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی، یواځې وژنه مو کړې، یواځې ملک مو وران کړی، یواځې ستونزو سره لاس او ګریوان یاستو، نو غوښتنه لرم چې هغه څه چې غازي زموږ لپاره کړې، لږ ترلږه باید و یې ساتو.
زه هیله مند یم چې دغه ورځ چې د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو ورځ ده، په شانداره مراسمو یې ونمانځو، اولادونو ته یې انتقال کړو، نوی نسل په دې وپوهو، تر څو دوی پوه شي او خپل مشران او باعزته شخصیتونه وپيژني.
زه دوه مهم پيغامونه په دې ورځ لرم
لومړی: راځئ، افغانستان له اوسني حالت څخه بیرون کړو، او له دې حالت څخه د بیرون کولو مسوولیت د همدې نسل په غاړه دی، ګډ لاس ورکول او ګډ کار کول، د یو بل زغملو باندې کولی شو، دا وطن له بدبختیو وژغورو.
دویم پيغام مې د سولې دی، باور وکړئ چې دا خو ۴۲ کاله جګړه مو کړې، که ۴۰۰ کاله جګړه وکړو، بیا مو هم لاره د سولې ده، نو یواځینۍ حل لاره سوله ده.
طالب د افغاني ټولنې یو حقیقت دی، دا باید ومنو، خبري ورسره وکړو، بحث ورسره وکړو، او پر طالبانو غږ کوو چې افغان وژنه بس کړئ، دا مو ورونه دي، دا مو خویندې دي، د دوی په وژنه تاسو هیڅ لاس ته نه شئ راوړلی، پرته له دې چې ولس کې نور هم متنفر شئ.
ما مخکې د فقر خبره وکړه، تاسو باور وکړئ، نن هر افغان چې له اطراف راځي او یا یې ښار کې ګورئ، په څېره کې یې د فقر علامې له لیرې ښکاريږي.
که یو ښه لیکوال وي، د هر افغان په ژوند باندې یو کتاب یا یو باب لیکل کیږي، ځکه د هغه رنګ له لیرې شاهدي ورکوي چې ښه ډوډۍ یې نه ده خوړلې، ښه ژوند نه لري او د بې عدالتۍ قرباني دي.نو هیله مند یم چې په ګډه سره افغانستان له دې حالت وباسو.
په سیاسیونو غږ کووم، پر طالبانو غږ کووم، پر ځوانانو غږ کووم، په مدني فعالانو غږ کووم، په خویندو غږ کووم، راځئ په ګډه افغانستان له دې حالت څخه راوباسو، که یې را و نه باسو، تاریخ به پر موږ ویاړ نه کوي، بلکې په بدو الفاظو به مو یادوي.
افغانستان بدلون ته اړتیا لري او وضعیت دا ایجابوي، 
له دې وروسته هغه کس قهرمان دی چې د فقر پروړاندې مبارزه کوي، له دې وروسته هغه څوک قهرمان دی چې ملي یووالي ته کار کوي، وروسته له دې هغه څوک افغانستان کې قهرمان دی چې هغه علم ته کار کوي، هغه صحت ته کار کوي، زغم ته کار کوي، زموږ قهرمانان نور هغه څوک نه دي چې هغه جګړې ته کار کوي، ماین الوځوي، انفجار کوي او زموږ په خویندو باندې تیزاب شیندي.
هغه ورځ مې ارقام لیدل، درې نیم میلیونه روږدي کسان لرو، په ټولنه کې، یانې درې نیم میلیونه کورونه وران دي، ارقام مې لیدل چې ۶۰سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو یو بدلون ته اړتیا ده.
که غواړو افغانستان له دې وضعیت څخه راوباسو، یووالي ته اړتیا ده، راځئ په ګډه قومي بحث پای ته ورسوو، باید د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو د پياوړتیا لپاره کار وکړو، موضوعات باید د خبرو او سولې له لارې حل کړو.