د سارک انکشافي صندوق د لایحې تصدیق؛

sefat_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۴:۳۰
د سارک انکشافي صندوق د لایحې تصدیق؛

 

ولسي جرګې د ۲۵/۴/۱۳۹۹ نېټې د چهارشنبې ورځې په عمومي ناسته کې د سارک انکشافي صندوق لایحه تصدیق کړه. یاد سند چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له خوا ملي شورا ته استول شوی و، په تصدیق سره به یې د سارک هېوادونو اړوند چې افغانستان یې هم غړیتوب لري؛ د انکشافي صندوق چارې تنظیم، فعالیتونه یې تشخیص او په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.