د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر د لیندۍ ۲۵مه نېټه

sefat_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۸

 

د هېواد دننه کې دسولې مذاکراتو دراتلونکو پړاونو دپرمخ بیولو په اړه دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي شورا دمشرانوجرګې اعلامیه.

د ملي شورا مشرانوجرګه د یوه حکومتي لوړپوړي چارواکي له طرحې څخه چې پربنسټ یې هېواد کې دسولې د راتلونکو پړاونو د تعقیب او پرمخ بیولو غوښتنه شوې، هراړخیز ملاتړ کوي.

یاده طرحه له دې امله د دې مجلس د تایید او ملاتړ وړګرځېدلې چې د ولایتونو د اوسیدونکو د نظریاتو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو وروسته، سناتوران هېواد کې د مذاکراتو دوام یو زړه ور او با اهمیته اقدام او یو افغاني دود ګڼي او باورلري چې دا چاره به وشي کولای چې د مذاکرې د دواړو لورو په حضور سره،په خپلواک، چټک او شفافه توګه له شته فرصت څخه ګټه واخیستل شي او دسولې سترې هېلې اوملي روغې جوړې ته ورسیږو.

مونږ د نړۍ په کچه مختلفو هېوادونو کې د خپل منځي ستونزو او شخړو شاهدان پاتې شوي یو چې د یوې خاورې او اوبو اوسیدونکي، یو دبل په منلو، حوصله مندۍ او انعطاف سره توانیدلي چې پخواني بد یادونه هېرکړي او جګړو، نفاق او ورور وژنې ته چې په هردلیل وي د پای ټکي کیږدي.

د ملي شورا مشرانوجرګه د سولې ملي بهیر د خبرو اترو دوام ، د خپل منځي نظریاتو تبادله، د وخت او مصارفو کموالی د یادې طرحې د ګټوڅخه بولي او هیله لري چې حکومت او طالب لوری دې پدې مهمې موضوع موافقه وکړي، او د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره دې یوخوندي ځای په پام کې ونیسي ترڅو زمونږ خلک او هېواد د څلورلسیزو جګړو د مصیبتونو او دهغې څخه د رامنځ ته شویو بحرانونو څخه خلاص شي.

فضل هادي مسلم یار

د ملي شورا د مشرانوجرګې رئیس