د وزیر ژوند لیک

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل لنډ ژوندليک

 

ضیاءالحق امرخېل په (۱۳۶۰) کال کې د بامیانو ولایت په مرکز، د بورسونه په کلي کې د ښاغلي الحاج سردار امرخیل په کور کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي.

لومړنۍ او منځنۍ زدکړې

امرخيل د لومړنیو زده کړو لپاره د کوزې پښتونخوا په اسامه بن زید ښوونځي کې شامل شو او د پېښور د امام ابوحنیفه له مهد څخه د دولسم ټولګي په درجه فارغ او هملته یې د کډوالۍ پر مهال د برینز کمپیوټر ساینس کالج ولوست.

لوړې زده کړې

ښاغلي امرخیل په خیبر پښتونخواه کې د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون اړوند په فهد المرزوق پوهنتون کې د عربي ادبیاتو په څانګه کې لوړې زده کړې پیل کړې. په اخري سمستر کې و چې افغانستان ته د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ځواکونه راغلل، حالات بدل شول، نو یاد پوهنتون هم وتړل شو. په دې پوهنتون کې اکثریت محصلین افغانان  و، نو ځکه له ننګرهار پوهنتون سره په کال ۲۰۰۳ کې مدغم شو. امرخیل، له دوه کاله وقفې وروسته، په ننګرهار پوهنتون کې د یادې فاکولتې وروستی سمستر ولوست او په ۲۰۰۶ کې ترې فارغ شو.

د زده کړو لیوال امرخیل، د لیسانس په سندونو اکتفاء ونه کړه او په ۲۰۱۸ کال کې  یې د ایټالیا له مشهور پوهنتون (Turin School Development)  څخه د پرمختیايي مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

د ژبې مهارتونه

امرخیل، د هیواد له ملي ژبو (پښتو – دري) سربیره، په انګلیسي، عربي او اردو هم د روانو خبرو کولو مهارت لري.

رسمي دندې

ښاغلي امرخیل په ۲۰۰۴ کال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) په دفتر کې د عامه پوهاوي د مبلغ په توګه دنده پیل کړه.

په ۲۰۰۵ کال کې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کې له کوچیانو سره د اړیکو د عمومي مسوول په توګه ماموریت ته اوږه ورکړه.

امرخیل د ښو کارکړنو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې د ټاکنو کمیسیون د سیمه ییزو عملیاتو رئیس مقرر شو.

نوموړي همدارنګه د ټاکنیزو سیسټمونو د نړیوال بنسټ (IFES) سره د اداري او لوجيسټيک د عمومي مدير په توگه ماموریت ترسره کړ.

د پراخې کاري تجربې او غوره ماموریت له کبله یې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي پام هم راجلب کړ او د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس وټاکل شو.

کله چې په (۲۰۱۴م) کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او دا ټاکنې د یوه نوماند لخوا تحریم شوې، نو جنجال رامنځ ته شو؛ امرخیل د خلکو رایو ته د درناوي او د راپورته شوې شخړې د پراخیدو د مخنیوي په پار د همدې کال په چنګاښ کې استعفا ورکړه او په کور کیناست.  

امرخیل له خپلو خلکو سره د بې کچې مینې په خاطر ارام پاتې نشو. له وخته په استفادې یې د ۱۳۹۴ کال د ثور په ۱۶مه د خپلو همفکرو ملګرو په مرسته د ملي ثبات خوځښت رامنځته کړ او د دې خوځښت مشري یې په غاړه واخیسته.

ملي ثبات؛ چې کړنلاره او تګلاره یې د ژبې، قام، مذهب او سیمې په چوکاټونو کې بندې نه وې، ډیر ژر یې د هیواد اکثریت ولایتونو ته ریښې وځغلولې او رضاکار غړي یې پیدا کړل.

د امرخیل کاري وړتیا، ژمنتیا او صداقت د ده شهرت لاډېر کړ، له همدې امله جلالتمآب جمهور رییس ډاکټر محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال د تلې په شپږمه، په ولسي او سیاسي چارو کې خپل ستر سلاکار وټاکه.

ښاغلي امرخیل ته د دې دندې په جریان کې په لاندې توګه ځینې مهمې نورې دندې هم وسپارل شوې چې په ښه توګه یې ترسره کړې او اوس یې هم ترسره کوي:

  • د ۱۳۹۸ کال د حمل په پنځمه د ولسمشر د۱۰ګڼې حکم له مخې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د شوي تړونلیک د عملي کولو د ګډ کمیسیون رئيس وټاکه.
  • د ۱۳۹۸ کال د ثور میاشت کې د ولسمشر د ۱۳۵ ګڼې حکم له مخې د سولې مشورتې جرګې د چمتووالي د کمېسیون د غړي او بیا د غړو د اکثریت رایو له مخې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو، د نورو همکارانو په مرسته یې د ښه مدیریت له کبله جرګه بریالۍ کړه چې دې جرګې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسیدو په خاطر حکومت ته مسیر او چوکاټ وټاکه.
  • د  ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۱مه، د افغانستان د کرکیټ بورډ د غړي په توګه هم وټاکل شو او هغه اختلافونه یې حل کړل چې په دې اداره کې راپورته شوي وو.

له هیواده بهر ماموریت

  • امرخیل  په  ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په نېپال کې له ملګرو ملتونو سره د ټاکنو د سلاکار او د ملکي چارو د عمومي مسوول په توګه دنده اجرا کړې. 

نوې دنده

  • د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ د ښې همغږۍ او د اعتماد وړ فضاء رامنځته کول یوه جدي اړتیا ده. د دغې اړتیا پوره کولو لپاره جلالتمآب ولسمشر، د ښاغلي ضیاءالحق امرخېل د ټولنیز حیثیت، پراخه ولسي اړیکو، کاري حوصلې او اوږدې مدیریتي تجربې ته په پاملرنې د ۱۳۹۹ کال د ثور په ۲۴مه، د ۲۱مې ګڼې، فرمان له مخې په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه وټاکه.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلی ضیاء الحق امرخیل ته د قران عظیم الشان د حفظ اعزاز هم حاصل دی.

په درنښت