د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

sefat_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۶:۴
 د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

په دغه ناسته کې د عسکري محاکمو د جوړښت او دندو د قانون طرحه او د عسکري څارنوالۍ د جوړښت او دندو د قانون طرحه بررسي شوې.

د ناستې گډونوالو د عسکري محاکمو د صلاحیتونو، دندو او خپلواکۍ؛ همدارنګه د عسکري محاکمو د قضاتو جرمونو ته د رسېدنې، په عسکري محکمو کې د پلټنې د څرنگوالي او د عسکري محاکمو د پرېکړو د وروستیوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د قاضی القضات، لوی څارنوال، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون رئیس، ملي دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس او د حقوقي برخو مسئولینو په ګډون دې په یوه تخنیکي ناسته کې د دغه قوانینو طرحه په هر اړخیزه توگه وڅیړل شي او وروسته دې بیاځلي د قوانینو کمېټې ته ارایه شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۶:۴
Background image

د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

په دغه ناسته کې د عسکري محاکمو د جوړښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

د ولسي جرگې له غړي سره ليدنه؛

په پارلماني چارو کې د دولت وزير ښاغلي گل بادشاه مجيدي نن له غرمې مخکې په ولسي جرگه کې د زابل د خلکو له استازي ښاغلي عبدالقادر قلاتوال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ملي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۹:۱۱
Background image

د ولسي جرګې له غړو سره لیدنې؛

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل بادشاه مجیدي د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د کنړ ولایت د خلکو له استازي نعمت‌الله کریاب او د کندهار له وکیلې ملالۍ اسحاقزۍ سره په خپل. . .

BACK TO NEWS