ستراتيژیکې موخې

  په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ستراتيژیکې موخې:

  1. په ټولو دولتي ادارو کې د موازي جوړښتونو د مخنيوي په موخه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د درې ګونو قواوو تر منځ د پارلماني اړيکو د یوازيني بنسټ په حيث د دې وزارت حقوقي موقف او تشکيلاتي جوړښت داسې بنسټيز کول، چې ټولې دولتې ادارې ډاډه شي چې د دوی پارلماني چارې د همدې ادارې له لارې د دوی له قناعت سره سم تعقيبېږي او د موازي ادارو د جوړولو اړتيا نه ليدل کيږي.
  2. د ټولو لوريو له خوا د قانون د بشپړ رعایت په پايله کې د ملي ثبات د تحکيم په موخه د درې ګونو قواوو تر منځ د همغږۍ ډېرول او د حکومت او د ملت  استازو او برعکس د خپلمنځي اړيکو د لاټینګښت له لارې د باور فضا پياوړې کول.
  3. د اړونده تقنیني اسنادو او پر نتایجو ولاړو ستراتیژیو د تدوین، د متخصصو کدرونو د جذب، له معیاري پارلماني تګلارو نه د دوامداره استفادې او د ځان ارزونې د میکانیزم  د رامنځته کولو له لارې د داسې یوې سالمې، با انګيزه او با ظرفيته ادارې رامنځته کول چې د ملي شورا د غړو، د حکومتي ادارو د لومړۍ درجې مسوولينو او د سترې محکمې د غړو د  بشپړ باور او اعتماد وړ وي.
  4. د درې ګونو قواوو تر منځ د پارلماني اړیکو د تسوید شوي  قانون د طی مراحل په موخه د اجراییه او مقننه قواوو د همکارۍ راجلبول او د یاد قانون په انفاذ سره، له ملي شورا سره د حکومت د کاري اړیکو د تنظیم مقررې الغا، د ملي شورا له مجلسینو سره د هغوی د داخلي دندو په لوایحو کې د لازمو تعدیلاتو او د هېواد له اساسي قانون سره یې د انطباق په موخه تفاهم، د حکومت او ملي شورا پر وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د اجرااتو د بڼې او صلاحیتونو د قانون تسوید او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت پر وړاندې د درې ګونو قواوو د مسوولیتونو توضیح.
  5. د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ د پارلماني څارنې د اصل تحقق او د حکومت پر وړاندې د ملي شورا له موقف او ارزښتونو نه د ملاتړ د انګیزې رامنځته کول او برعکس، تر څو د درې ګونو قواوو تر منځ په تېره د حکومت او ملي شورا تر منځ د باور د فضا او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا سبب شي.
  6. له نړیوالو بریالیو تجربو د ترلاسه شویو پارلماني ماډلونو او  ښوونیزو پروګرامونو د پلي کولو په موخه په پارلماني چارو کې د دولت وزرات د تشکیلاتو پراختیا او د پارلماني چارو د لاښه والي او په ځانګړې توګه راتلونکو نسلونو ته یې د انتقال په موخه د هوکړه لیکونو، تفاهم لیکونو او تړونونو د چارو تنظیمول.
  7. له اړوندو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو موسسو سره د بریالیو تجربو د تبادلې او د دوی د همکارۍ د راجلبولو په موخه اغېزناکه همغږي او د وزارت د بهرنیو اړیکو پراختیا.
  8.  د ملي، سیاسي او ټولنیزو ارزښتونو د ساتنې لپاره د درې ګونو قواوو ترمنځ د باور او همکارۍ د پیاوړتیا او ترمنځ یې د تعادل او غوره تعامل په موخه له کورنیو او بهرنیو بدلونونو سره سم د نویو لارو چارو لټول.