لید لوری

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لید لوری

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د پیدایښت فلسفه له دې راټوکېږي، چې د افغانستان نظام، اسلامي جمهوري او د قواوو تفکیک د یوه دموکراتیک اصل په توګه منل شوی دی، چې هره قوه ځانګړې دندې او صلاحیتونه لري. که څه هم هره قوه د ا.ا.ج دولت له اساسي قانون او نافذه قوانینو سره سم په خپل کاري چوکاټ کې د ننه په خپلواکه توګه عمل کوي، خو د درې ګونو قواوو تر منځ د اړیکو د تینګښت د لازیاتې همغږۍ او تنظیم او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام د بې خنډه چلښت لپاره د واحد بنسټ په چوکاټ کې یوه منظم کاردود ته اړتیا لیدل کېده؛ په همدې موخه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ۵/۱۰/۱۳۸۴ نېټې د ۳۵ شمېرې مصوبې پر بنسټ په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر په نوم جوړ او خپلې چارې یې د جمهوري ریاست د چارو عمومي ادارې په چوکاټ کې پیل کړې، وروسته د وخت له غوښتنو سره سم په خپلواک بودجوي واحد بدل او ټاکل شویو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره یې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.

که څه هم د افغانستان اسلامي جمهوري دولت درې ګونې قواوې په خپل منځ کې ښې اړیکې لري، خو په ډېرو مواردو کې د مقننه او اجرائیه قواوو تر منځ د داسې اختلافاتو رامنځته کېدل، ناشوني نه ښکاري، چې د ښې حکومتولۍ او د افغانستان خلکو ته د چوپړتیاوو مخه نیسي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د خپلو ستراتېژیکو موخو، صلاحیتونو او مکلفیتونو له مخې په پام کې لري چې د درې ګونو قواوو تر منځ په ځانګړې توګه د مقننه قوې، چې د قوانینو وضع او تصویب، د حکومت د کړنو څارنه او د ولس استازیتوب پر غاړه لري او اجرائیه قوې، چې د نافذه قوانینو پلي کول او هېوادوالو ته د عامه چوپړتیاوو وړاندې کول یې اساسي دندې دي، منظمې، سیستماتیکې، د قانون پر رعایت او دوه اړخیزو همکاریو ولاړې نېکې اړیکې ټینګې کړي.

دا موخه هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې وزارتونه او اجرائیوي بنسټونه د ملت له غوښتنو سره سم د قانون د حکمونو په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي او د اړتیا پر مهال په ملي شورا کې د خلکو استازو ته د څارنې فرصت برابر او د باور فضا پراخه کړي. له بلې خوا مقننه قوه د دې ترڅنګ چې د ملت په مشورې او له ملي ګټو سره سم د قوانینو د تعدیل، تصویب او د ولسمشر د تقنیني فرمانونو د تأیید پر وخت له ډېرې پاملرنې کار واخلي، د ښې حکومتولۍ او ملي پروسو د پلي کولو په برخه کې د چارواکو غوره همکاران وي.

له همدې لامله په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دا ډول فضا رامنځته کول خپله دنده ګڼي او دې موخو ته د رسېدو لپاره یې په بېلابېلو وختونو کې هڅې کړې دي. همدارنګه په پام کې لري چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دا همکارۍ لا پیاوړې کړي او افغان ولس ته د چوپړتیاوو په برابرولو او د سترو ملي اهدافو د تحقق په برخه کې چې  په سر کې یې د نافذه قوانینو له روح سره سم د نظام د عرابو بې خنډه حرکت له لارې سیاسي ثبات دی، خپل رغنده رول ولوبوي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د ا.ا.ج دولت د ستراتېژیکو موخو د پلي کولو او د هغو بنسټونو چې د ملت استازیتوب کوي او د حکومتي کړنو د څارنې صلاحیت لري، ورسره د هغو حکومتي بنسټونو د لامؤثریت او پیاوړتیا لپاره چې هېوادوالو ته د عامه چوپړتیاوو وړاندې کولو مسؤولیت ور په غاړه دی، د ښې او رغنده همغږۍ له  لارې د ملي شورا او حکومت تر منځ غوره او نېکې اړیکې رامنځته کړي، څو ملت او حکومت وکولی شي یو ځای د واحد لید لوري په درلودلو سره ملي ګټې تأمین او ترځنګ یې لویې او بنسټیزې پروسې پلې کړي.