مشرانو جرګې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر دفتر د نوم او د معلولینو او نظامي شهیدانو د ورثه وو د چارو د انسجام د معاونیت د رامنځته کېدو په اړه د جمهور رییس ۱۳۲ ګڼه فرمان تصویب کړ.

sefat_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۳:۴۴

مشرانو جرګې د ۲۹/۴/۱۳۹۹ نېټې په عمومي ناسته کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر دفتر د نوم او د معلولینو او نظامي شهیدانو د ورثه وو د چارو د انسجام د معاونیت د رامنځته کېدو په اړه د ولسمشر ۱۳۲ ګڼه فرمان چې د ولسي جرګې تر پرېکړې وروسته یادې جرګې ته استول شوی و، تصویب کړ.

مشرانو جرګې همداراز په نننۍ ناسته کې دری نړیوال سندونه؛ د لوړو زده کړو د مدرکونو د پيژندلو اړوند د اسیا پسیفیک سيمه‌ييز کنوانسيون ( د توکيو 2011 کال کنوانسيون)، د ISA لمريزې انرژۍ د نړيوالې اتحاديې د تاسیس د هوکړه ليک چارچوب او د نندارو او فونوگرامونو اړوند د فکري شتمنیو د حقونو د نړیوال بنسټ (WIPO) تړون تصدیق کړل.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له مشرانو جرګې د مننې ترڅنګ د قانونمند نظام په پياوړي کېدو کې نننۍ پرېکړې اغیزناکې بولي.