په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
ډېر خوښ یم چې د ګران هېواد او قدرمن ولس د خدمت کولو لپاره فرصت را په برخه شوی او د پاک خدای ج له درباره شکر ګزار یم چې په دې لاره کې یې وس او توان راکړی دی.
د خدای ج په مرسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رهبرۍ په لارښوونه او د خپلو همکارانو په ملاتړ به تل هڅه کوم چې د دولت د درې ګونو ارکانو ترمنځ ښه همغږي او مؤثرې او مثمرې کاري اړیکې رامنځته کړم.
کوښښ به مې دا وي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ هېڅ ډول تشه رامنځ ته نه شي؛ ځکه ډيری وخت دا تشې د درې ګونو قواوو ترمنځ د بېباورۍ سبب ګرځي.
په ټول توان سره به کوښښ کوم چې د درې ګونو قواوو اړوند مسایل او موضوعات پر وخت له اړوندو مرجعو سره شریک کړم.
د راسپارل شویو دندو او چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ؛ زما او د همکارانو هڅه به دا وي چې د قانون د لا ښه حاکمیت او د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو او په دې لاره کې هرې مشورې ته د قدر په سترګه وګورو او له هر سالم نقد څخه د ځان په ګټه کار واخلو.
په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر په توګه به کوښښ کوم چې د نوي پرمختللي مدیریت د اصولو او پرنسیپونو په رڼا کې په لږ وخت او لږو امکاناتو ټاکلې موخې، چې د درې ګونو قواوو ترمنځ د پارلماني اړیکو تأمین او ټینګښت دی، ترلاسه کړم.
د شته قوانینو او مقررو پر بنسټ د دولت د قواوو ترمنځ به داسې اړیکې تأمین کړم چې تقابل خپل ځای تفاهم او همکارۍ ته پرېږدي او په دې توګه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د نظام عرابې له بندښت پرته وچلېږي او لویو ملي اهدافو ته د رسېدو په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوړل شي.
د یو سوکاله، آباد او قانونمند افغانستان په هیله!
په درنښت
ګل بادشاه مجیدی
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر