په پارلماني چارو کې د دولت وزارت تشکیلاتي جوړښت

 

په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت ټولې چارې د دغه ادارې د ستراتیژیک پلان په رڼا کې شته ظرفیتونو ته په کتو سره، چې د ۵ راتلونکو کلونو لپاره جوړ شوی دی، ترسره کېږي. دغه پلان د ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې د ادارې د ټولو کړنو بنسټیز لارښود بلل کیږي.

په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت د تشکیلاتي جوړښټ له مخې، د معینیت دوه بستونه، د مشاوریت درې بستونه، د ریاست ۹ بستونه او څلور خپلواک امریتونه لري چې د یوه وړ تشکیلاتي حجم په درلودو سره د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول د ادارې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت له ملي شورا سره د اوو کلونو کار په بهیر کې د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ د پارلماني اړیکو د ښه والي په برخه کې له لاس ته راغلو تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره، د جمهوري ریاست لوړ مقام ته، غوره یادښتونه، طرحې  او وړاندیزونه ورکړي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د نوې رهبرۍ په ګومارلو سره د دولت د درې ګونو قواوو د پارلماني اړیکو د ښه والي په موخه او د کاري خنډونو د له منځه وړلو لپاره، د ملي شورا له اداري پلاوي، د رییسانو له کمېټو، د ملي شورا د چارو له ادارې او همدارنګه له ټولو وزارتونو او دولتي ادارو سره په ځلونو مشورتي غونډې ترسره کړې، په همدې موخه د مقننه او اجرائیه قوې ترمنځ تر بل هر وخت په پرتله همغږي رامنځته شوې ده.

له نېکه مرغه په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت  اوس مهال په هر یوه وزارت او خپلواکه دولتي اداره کې دفترونه او فعال استازي لري، چې د ملي شورا غړو ته د ښه خدمت په موخه هڅې کوي. په وزارتونو او دولتي ادارو کې د پارلماني دفترونو په رامنځته کېدو سره دغه شبکه چې ټول ټال له ۸۶ ملکي او نظامي بستونو څخه جوړه شوې ده، له څو میاشتو کړنو وروسته د ملي شورا د دواړو خونو او نورو دولتي ادارو له خوا په پراخه کچه ترې ملاتړ شوی دی، په وزارتونو او دولتي ادارو کې په پورته یادو شوو نمایندګیو کې له ۲ تنو څخه تر ۵ تنو پورې په دندو ګومارل شوي دي.

 

د دې وزارت هغه کارکوونکي چې د پارلماني چارو په دفترونو کې په دندو ګومارل شوي دي، خپل مسوولیت بولي چې د ملي شورا غړو ته لازمې اسانتیاوې رامنځ ته کړي او په بیلابېلو برخو کې، د بېلګې په توګه د ملي شورا د غړو د مؤکلینو د اسنادو او عرایضو ته په وخت رسېدنه وکړي او له وزیرانو او نورو دولتي چارواکو سره د وکیلانو د لیدنې زمینه برابره کړي. دا او دې ته ورته چوپړتیاوې د دوی له اصلي دندو څخه ګڼل کېږي.

پشتو چارت