په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ اداري ناسته وشوه؛

sefat_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۱:۲۹
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په مشرۍ اداري ناسته وشوه؛

 

په دغه ناسته کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي گل بادشاه مجیدي سربېره، د پارلماني چارو مرستیال ډاکټر سیدعلي کاظمي، مالي او اداري مرستيالې عاطفې طيب، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو او امرینو هم گډون درلود.

د غونډې په پيل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزير ښاغلي گل بادشاه مجيدي د ملي اجماع او نورو اړوندو چارو د لا بهبود په اړه د ولسمشر لارښوونې د ناستې له ګډونوالو سره شریکې او دوی ته یې د راتلونکو اقدامونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. همدارنگه ښاغلي مجیدي د درې ګونو قواوو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د پارلماني چارو مرستيال سیدعلي کاظمي په مشرۍ د ستراتيژيکو موخو او تصميم نيوني د نهه کسیز بورډ په اړه خبرې وکړې او د رایو په اتفاق د ناستې د ګډونوالو له لوري تایید شو.

د غونډې په دوام ښاغلي مجیدي د کرونا وبا د درېيمې څپې د چټک خپراوي اړوند مسوولينو ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره د لومړني تدابير ونيسي.

ورپسې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د پارلماني چارو مرستيال ښاغلي سيد علي کاظمي د درې ګونو قواوو تر منځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د پارلماني دفترونو پر رول خبرې وکړې، نوموړي وويل د ملي شورا د غړو د ملاقاتونو د لاښه تنظیم او د پارلماني دفترونو د کاري بهیر په اړه مو د ادارو له مسوولینو سره لیدنې کړې، چې خورا مثبته پایله یې درلودلې ده.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستيالې اغلې عاطفې طيب ددغه وزارت د کارکوونکو د حقوقو او امتيازاتو د پرمختگ راپور شريک کړ، نوموړې زياته کړه چې د وزارت رهبري ژمنه ده او په ټول توان هڅه کوي چې دغه موضوع له قانوني اړخه د وزارت ماليي له مسوولينو سره نهايي کړي.

په همدې ترتيب د وزارت اړوند رياستونو رئيسانو او سلاکارانو په خپل نوبت خبرې وکړې او شته ستونزې يې د وازارت له رهبرۍ سره شريکې کړې.

د ناستې په پای کې ښاغلي مجیدي د وزارت اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې یادشوو ستونزو ژر رسېدنه وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۶:۴
Background image

د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش په مشرۍ د کابینې د قوانینو کمېټې په ناسته کې د پارلماني چارو وزارت د مرستیالې ډاکټر عاطفې طیب گډون؛

په دغه ناسته کې د عسکري محاکمو د جوړښت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

د ولسي جرگې له غړي سره ليدنه؛

په پارلماني چارو کې د دولت وزير ښاغلي گل بادشاه مجيدي نن له غرمې مخکې په ولسي جرگه کې د زابل د خلکو له استازي ښاغلي عبدالقادر قلاتوال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ملي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۹:۱۱
Background image

د ولسي جرګې له غړو سره لیدنې؛

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل بادشاه مجیدي د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې په ولسي جرګه کې د کنړ ولایت د خلکو له استازي نعمت‌الله کریاب او د کندهار له وکیلې ملالۍ اسحاقزۍ سره په خپل. . .

BACK TO NEWS