د مشرانو جرگې د شکایتونو اورېدو کمېسیون په ناسته کې گډون؛

sefat_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۲:۱۴
د مشرانو جرگې د شکایتونو اورېدو کمېسیون په ناسته کې گډون؛

 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي گل بادشاه مجیدي د مشرانو جرگې د شکایتونو اورېدو کمېسیون په ناسته کې گډون وکړ.

دغه ناسته چې د یاد کمېسیون رئیس ښاغلي محمد حنیف حنیفي په مشرۍ دایره شوې وه، د مشرانو جرگې د دایمي کمېسیونونو په ناستو کې د یو شمېر حکومتي چارواکو د نه گډون په موضوع بحث وشو.

د غونډې په پیل کې د کمېسیون غړو د هغو حکومتي اراکینو د نومونو فهرست وړاندې کړ چې په مکرره توگه د مشرانو جرگې د کمېسیونونو ناستو ته نه دي حاضر شوي، دوی څرگنده کړه چې اصلي موخه یې په حکومتي ادارو کې د ملي شورا غړو د مؤکلینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ده.

همدارنگه په یاده ناسته کې په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د پارلماني دفترونو پر ارزښت د ټینگار ترڅنگ وویل شول چې د ملي شورا د غړو ټول اسناد، غوښتنې، عرض‌پاڼې او وړاندیزونه باید د پارلماني دفترونو له لارې طی مراحل شي، خو له بده‌مرغه یو شمېر ادارې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د کارپوهانو ونډې ته پاملرنه نه کوي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د شکایتونو اورېدو کمېسیون له غړو سره د نظرونو تر تبادلې وروسته ډاډ ورکړ چې د ستونزې د ژر حل کېدو په موخه به له اړوندو مقاماتو سره موضوع شریکوي؛ همدارنگه دواړو لورو پرېکړه وکړه چې په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې د پارلماني کارپوهانو دندو او نقش ته د لا زياتې پاملرنې په پار به یو متحدالمال مکتوب ټولو دولتي ادارو ته استوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

د ولسي جرګې له غړو سره لیدنه؛

 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل بادشاه مجیدي په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو له استازي محمد موسی خاورین او د فاریاب له استازې شفیقې سخا یولچي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۶
Background image

په ولسي جرګه کې د هېواد د امنیتي مسئولینو استجوابیه غونډه؛

 

د ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال د غویي میاشتې د پنځلسمې نېټې عمومي غونډه چې د ملي شورا اړوند د ولسي جرګې رئیس ښاغلي میررحمن رحماني په مشرۍ ترسره شوه، د هېواد امنیتي مسئولین د استجواب په موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۸:۵۹
Background image

د ولسي جرګې له لومړي مرستیال سره لیدنه؛

 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل بادشاه مجیدي د ولسي جرګې له لومړي مرستیال احمد جاوېد جیحون سره وکتل.

دغه لیدنه چې د ښاغلي جیحون په کاري دفتر کې ترسره شوه، د ترانسپورت وزیر قدرت. . .

BACK TO NEWS